ډاکټر محمد هاشمي ورور له ډهلي څخه پوښتنه رالیږلي وایې زه دلته په ډهلي کې د طب پوهنځۍ د ستاج دورې زده کونکی یم او نوي طبي مالومات او اکتشافات خورا په مينه او شوق تعقیبوب او ماشالله ژوره دیني مطالعه هم لرم.
هغه وايي موږ او تاسې په یوشتمه پیړۍ کې ژوند کوو چېرته چې ډیر هغه څه ممکن دي کوم چې پخوا یې چا خبره او تصور هم نشوای کولای، وايي یو څو میاشتې مخکې مې واورېدل چې په فرانسه کې د لمړي ځل لپاره د سر پیوند په بریالۍ توګه ترسره شو پداسې حال کې چې د زړه پیوند او تبدلي له پخوا ممکنه او رواج وه.
زما پوښتنه دا ده چې کله د یو چا سر له بل چا سره بدل شي نو د دوي به له خدای پاک سره حساب او کتاب څنګه کیږي؟ د نوموړي شخص په اوږو ناستې پرښتې به یې له پیوند وروسته اعمال د چا په خاته (حساب) کې لیکي؟
نکیر او منکر به د چا په نامه دوسیه په ده پسې قبر ته راوړي او د قیامت په ورځ به ده ته د چا په نامه غږ کوي؟
په موضوع د ښه پوهاوي لپاره فرض کړئ یو عاجل یا امرجنسي وضعیت مخته راځي او هېوادمشر ډونالډ ټرمپ او ډاکتر ذاکر نایک دواړه یوه روغتون ته ور وړي، د روغتون یو شریر ډاکټر قصدآ د ذاکر نایک سر د ډونالډ ټرمپ په بدن پسې تړي او د ټرمپ سر یا مغز د ذاکر نایک بدن ته اچوي او له دې عملیات سره دواړه ښه کیږي او شل کاله ورسته مړه کیږي نو د دوی حساب او کتاب به څنګه وي؟
هيله ده چې د ډاکټر صیب پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړئ او مخور ديني عالمان دلته را منشن کړئ تر څو د ډاکټر صیب دغه ذهني بوج ور سپک کړي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)

