
⭕ ايا مونږ هره ورځ په جوماتونو کې نه وينو چې ملايان مو د نورو انسانانو او د هغوی د دينونو توهين کوي، مونږ خپله په محفل او بنډار کې دغه کېسې نه کوو؟
⭕ ایا مونږ نه وايو چې د هغوی دينونه ناحق دي؟
⭕ ایا مونږ نه وايو چې يهودان، عيسويان او د نورو مذاهبو واله په خپله خور او لور هم ورځي؟
په داسې حال کې چې په هر مذهب کې خور او لور هم همغه شان حيثيت لري لکه مونږ ته يې چې لري.
⭕ تاسې باید په دې خبره فکر وکړئ چې ولې يو افغان دومره له اسلامه متنفر شو چې نن هغه بېرته خپل دين ته توهين کوي؟
دا ځکه چې له دين څخه مو سوباړه جوړ کړی دی او انسانان ترې متنفره کوئ، تاسې په ځای ددې چې یو چاته پسته خبره وکړئ نو احساساتي کېږئ، بد اخلاقي کوئ، ښکنځل کوئ او بيا حتا د مذهب لپاره د انسانانو په ژوند هم صرفه نه کوئ، په داسې حال کې چې هېڅ مذهب تر انسانه ډېر لوړ نه دی او هغه ژوند چې رب هغه ته ورکړی دی تاسې يې ترې اخلئ.
⭕ ایا مذهب به هغه خلکو ډېر متضرره کړی وي چې ورته توهين کوي، که هغه خلکو چې دا څلوېښت کاله يې دغه مذهب باندې د نورو هېوادونو منافعې وساتلې او زمونږ هېواد يې پرې دړې وړې کړو؟
که مو ځواب دا د څلوېښت کاله ټېکداران وي، بيا مو ولې تر اوسه ژوندي پرېښودي دي؟
کنه ستاسې مذهبي جنون صرف په غريبو، بې وسلې، او بې دفاع انسان باندې ښه راپارېږي؟!!!!
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)