په جنت کې له انا سره واده؟

یوه ورور له نورستان ولایت څخه پوښتنه کړې وایي زه مې له خپلې انا (نیا) سره بې حده مینه لرم نو ایا په هغه بله دنیا کې کولای شم له خپلې انا سره مې واده وکړم؟

وایي دا خبره مې ځکه کړې چې په هغه بله دنیا کې به ټول نارینه په یوه عمر او ټولې ښځینه به هم په یوه عمر وي نو نه به هلته ملا وي، نه شیطان او نه هم حلال او حرام؟

او بل دا چې د انسان ټول خواهشات به هلته پوره کيږي، له خپلې ښځې سره مې دا دنیا بس ده چې تېره کړه نه غواړم هغه دنیا هم ورسره تېره کړم.

یوه بله پوښتنه هم لرم او هغه دا چې په جنت کې خو به د شرابو ويالې هم بهيږي خو زما بیا شراب هېڅ نه خوښيږي نو ایا هلته به نسوار پیدا شي او کنه؟

او بل ما دا هم اورېدلي چې په جنت کې به د شاتو ویالې بهيږي نو هلته بیا دا د شاتو مچۍ له کومه شوې او دا شات هلته څوک پروسس کوي؟

د دې ورور دا پوښتنې بیخي عجیبې او جالبې دي نو نه پوهېږم چې دينپوهان به په دې اړه څه نظر لري.

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ