عرب او ايرانیان د اسرائيلو ۵۶ برابره دي او بیا هم له اسرائيلو فریاد کوي؟

څارنوال محمد عزيز ورور له پکتیا څخه پوښتنه کړې وايي دا خدای پاک خو په قران عظيم الشان کې فرمايلي چې د مومنانو شل کسه به د کفارو په دوه سوه کسانو او د مومنانو سل کسه به د کفارو په زرو کسانو غالب شي خو د نړۍ اوسني حالت ته چې ګورو کيسه بلکل سرچپه ده، هغه وايي د اسرائيلو نفوس ټول ۸.۵ ميلیونه دی او د عربو او ايران نفوس تر ۴۸۰ ميليونه هم ډېر دی او د دوی دواړو نفوس د اسرایئلو ۵۶ برابره دی خو بیا هم د دې ټولو عربو هېوادونو او ايران په اسرایئلو زور نه رسيږي او مقابله یې نشي کولای چې دلته به حکمت څه وي؟

لاندې د قران عظيم الشان ایاتونه دي چې دغه خبره کوي.

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿٦٥﴾ الْآنَ خَفَّفَ اللَّـهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّـهِ ۗ وَاللَّـهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴿٦٦﴾ سورة الأنفال آیة ۶۵ – ۶۶
ژباړه:
اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په جنګ كولو باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي. ﴿٦٥﴾ اوس الله په تاسو اساني راوستله او معلومه (څرګنده) يې كړه چې بېشكه په تاسو كې كمزوري ده، نو كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي، (، نو) په دوه سوه به غالبه شي۔ او كه په تاسو كې زر تنه (صبر كوونكي) وي (، نو) په دوه زره به غالبه شي، د الله په حكم سره، او الله د صبر كوونكو ملګرى دى. ﴿٦٦﴾

جزاک الله خیر

اړوند مطلب

آیا خدای پاک له خپلو ناکامیو څخه پند نه اخلي او که خلکو په دروغو د پیغمبرۍ دعوې کړي؟

تورپېکۍ احمدزۍ خور له امريکا څخه پوښتنه رالېږلې وايي زه د تاريخ په رشته کې …

خپل آند راسره شريک کړئ