کاینات – دریمه برخه

لکه زمونږ د لمریز نظام په شان په نورو ستوریزو نظامونو کې هم سیارې او نور اجسام د خپلو ستورو شاوخوا څرخیږي.

سیارې (Planets): د نوي تعریف په اساس سیارې هغه اجسام دي چې:

  • ۱. چې د یو ستوري شاوخوا راڅرخیږي.
  • ۲. جسامت يې دومره لوی وي چې د جاذبې د قوې پواسطه يې کروي شکل اختیار کړی وي خو دومره لوی نه وي چې دننه پکې لکه د ستورو هستوي تعاملات صورت ونیسي.
  • ۳. باید د خپل مدار شاوخوا ټول نور واړه جسمونه (اسماني ډبرې) يې ځانته جذب کړي وي او یا یې بلې خوا ته توغولي وي.

په سیارو کې هستوي تعاملات صورت نه نیسي. سیارې کیدای شي جامدې وي او یا له غازاتو څخه جوړې شوې وي. ساینسپوهان وايي چې لویې سیارې عموماً له غاز څخه جوړې شوي لکه زمونږ په لمریز نظام کې مشتري، زحل، اورانوس او نیپچون. په نورو ستوري نظامو کې هم سلګونه دا ډول سیارې کشف شوي. همدارنګه وړې سیارې عموماً جامدې وي او نری یا ډبل (ټینګ) اتموسفیر لري لکه زمونږ په لمریز نظام کې عطارد، زهره، ځمکه او مریخ.

هغه اجسام چې پورته درې خواص ونلري سیاره یا پلینیټ نه بلل کیږي. پلوټو دا دریم خواص نلري ځکه نو سیاره یا پلینیټ ورته نشو ویلای. خو څرنګه چې دا دوه نور خواص پکې دي نو نیمه سیاره یا ډوارف پلینیټ ورته ویل کیږي.

نیمه سیارې (Dwarf Planets)
دا سیارې تر عادي سیارو وړې خو کروي شکل لري لکه پلوټو، سیریس او نورې. دا ډول سیارې نه دي توانیدلي چې د خپل مدار شاواخوا ټولې اسماني ډبرې په ځان کې جذب کړي. زمونږ په لمریز نظام یا شمسي نظام کې اته سیارې، پنځه نیمه یا وړې سیارې (تر اوسه ۵ پیژندل شوي خو کیدای شي ډیرې وي) او شاوخوا ۲۰۰ سپوږمۍ (چې تر اوسه کشف شوي) وجود لري.

سیارې: عطارد یا مرکري، زهره یا وینس، ځمکه، مریخ یا مارس، مشتري یا جوپیټر، زحل یا سیچرن، اورانوس یا یورینس او نیپچون

نیمه سیارې: پلوټو، ایریس، سیریس، میک میک او هومیا

سپوږمۍ: عطارد یا مرکري نلري، زهره یا وینس نلري، ځمکه یوه سپوږمۍ، مریخ یا مارس دوه سپوږمۍ، مشتري یا جوپیټر ۶۷ سپوږمۍ، زحل یا سیچرن ۶۰ سپوږمۍ، یورانوس ۲۷ سپوږمۍ، نيپچون ۱۲ سپوږمۍ، سیریس یوه سپوږمۍ، هومیا دوه سپوږمۍ او پلوټو ۵ سپوږمۍ لري. ډیر امکان لري چې په راتلونکي کې مونږ په همدې سیارو او نیمه سیارو کې نورې سپوږمۍ هم کشف کړو. همدارنګه تر اوسه تر زرو ډیرې یو شمیر نورې سیارې چې زمونږ له لمري نظام څخه بهر د نورو ستورو شاوخوا څرخیږي هم کشف شوي.

سیارې څنګه جوړیږي؟
په فضا کې چې کله د هایدروجن په شمول د مختلفو عناصرو اتومونه او د لویو ستورو د چاودنو په نتیجه کې پاتې شوی ګرد د جاذبې د قوې پواسطه سره نژدې شي نو د خپل محور په شاوخوا حرکت پیل کړی. تر دې چې یو قاب یا د سي ډي په شان د ګرد یو ډیسک ترینه جوړ شي. څرنګه چې ډیری دغه مواد مرکز ته جذبیږي ځکه نو په مرکز کې د ستوري د جوړیدو سبب ګرځي. ډیری وخت د دغو موادو تر ۹۹ سلنې څخه هم زیاتې برخې څخه ستوري جوړیږي. پاتې برخه مواد یې د څرخیدو په جریان کې د جاذبې د قوې په اساس یو بل ته جذبیږي او جسامت یې ورو ورو لویږي.

لمړۍ دغه ګرد په وړو ډبرو بدلیږي. که شاوخوا یې نورې وړې ډبرې یا ګرد وي نو هغه هم ځانته جذبوي او په لویو ډبرو بدلیږي. که ددې لویو ډبرو شاوخوا نورې ډبرې یا ګرد وي نو هغه هم ځانته جذبوي چې په نیمه سیارو بدلې شي. که ددې نیمه سیارو شاوخوا نژدې نور اجسام (ګرد، ډبرې او نورې نیمه سیارې) وی نو ورسره یو ځای کیږی او سیارې جوړوي. په بله معنا د ګرد لدې ډیسک یا قاب څخه ستوری، سیارې، نیمه سیارې او لویې او وړې ډبرې جوړیږي او یو ستوریز نظام رامینځ ته کوي چې په مینځ کې یې ستوری او شاوخوا یې سیارې، نیمه سیارې او اسماني ډبرې را څرخي.

اسماني ډبرې
اسماني ډبرې له نیمه سیارو واړه غیر کروي اجسام دي چې لکه د ځمکې د ډبرو په شان ډول ډول شکلونه لري. دا کیدای شي له څو مترو څخه تر څو سوه کیلومتره پورې قطرونه لري. اسماني ډبرې کیدای شي له یخ او ګرد یا خاورو څخه جوړې شوې وي چې کامیټونه ورته وايي. او یا هم کیدای شي لکه د ځمکې د ډبرو په شان جوړښت ولري او له اوسپنې، نیکل، مس او نورو منرالو څخه جوړې شوې وي چې دې ډول ته یې اسټیورایډ وايي. البته په اسماني ډبرو کې هر ډول ډبرې پیدا کیږي.

هغه اسماني ډیرې چې د ګرد له ذرې لویې او له اسټیورایډ څخه کوچنۍ دي میټیورایډ ورته ویل کیږي. خو کله چې دغه میټیورایډ ځمکې ته راولویږي نو میټیورایټ ورته ویل کیږي خو که ځمکې ته تر راغورځیدو مخکې په اتموسفیر (هوا) کې ټوله وسوځي نو بیا ورته میټیور یا غورځیدونکی ستوری (Shooting Star) ویل کیږي.

زمونږ په لمریز نظام کې لمر په مرکز کې قرار لري. ورته نژدې څلور جامدې سیارې (عطارد، زهره، ځمکه او مریخ) یې شاوخوا څرخیږي. ورپسې بیا د اسټیورایډ کمربند دی چې یو زیات شمیر اسټیورایډونه، میټیورایډونه او یوه نیمه سیاره (سیریس) پکې د لمر شاوخوا را څرخي. د اسټیورایډ له کمربند نه بهر څلور لویې غاذي سیارې (مشتري، زحل، اورنوس او نیپچون) موقعیت لري. تر دوی هغې خواته د کایپرکمربند دی چې یو زیات شمیر کامیټونه پکې موقعیت لري. د کامیټو تر څنګ نیمه سیارې لکه پلوټو او ایریس هم په همدې کمربند کې موقعیت لري.

د کایپر کمربند نه هم بهر خواته د اورت وریځې (Oort Cloud) موقعیت لري. اورت وریځ له یو زیات شمیر کامیټو څخه جوړه شوې چې دا کامیټونه له اوبو، امونیا او میتان څخه جوړشوي. د کایپر او اسټیورایډ د کمربندو برعکس اورت وریځ د لمر شاوخوا کروي شکل لري.

ليکوال: اجمل ستانکزی

اړوند مطلب

د سپوږمۍ تندر نيول څنګه واقع کېږي؟

یو شمېر فېسبوکیانو پرون نارې پیل کړې وې چې هلئ درودونه ووایئ، په سجدو پرېوزئ، …

خپل آند راسره شريک کړئ