محمد صديق

(تر انسانیت لوړ مذهب نشته) انسانان وينم خو انسانیت نه!

درېیمه برخه: پېنځه ستر فلسفي سیستمونه

فلسفه لرغونې جرړې لري. انسان له پخوا راهیسې هېڅکله بې فلسفي افکارو نه دی او په دغه بهیر کې یې په راز، راز وختونو، ځایونو او ځانګړیو ټولنیزو شرایطو کې بېلابېل فلسفي سیستمونه منځه راوړي چې هر یو یې د (پېژندنې) لپاره ټاکلې لارې لري. د دغه بهیر له پیله …

پوره ليکنه »

دا په ميليونو مختلف ژوي له څه شي څخه جوړ شوي؟

عبيدالله وردګ له مسکو څخه پوښتنه کړې وايي خدای پاک (ج) په قران عظیم الشان کې فرمایي چې انسان مو له وچې خټې څخه جوړ کړی: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ ﴿٢٦﴾ سورة الحجر ژباړه: او یقینًا یقینًا مونږه انسان پیدا كړى دى له كړنګېدونكې وچې خټې …

پوره ليکنه »

دویمه برخه: فکري بېلتون

د فکري تاریخ په بهیر کې تل له فلسفې نه دا هیله شوې، چې د ښکارندو بنسټیز څرنګوالی پر ګوته کړي او ويې پېژني. همداسې چې هر څوک هر شي ته له یوې بېلي زاویې ګوري، پېژندګلوي هم یو تر بله توپیر لري، د یوه ستر مکعب یوې عمودي سطحې …

پوره ليکنه »

یو صابر مسلمان د ۱۰ کفارو برابر دی که د ۲ کفارو؟

صديق افغان ورور د پروني پوست په تړاو پوښتنه کړې چې خدای پاک ولې په دوه ایاتونو کې د یو بل متضاد ارقام ښودلي، د بېلګې په توګه په سورة الأنفال آیة ۶۵ کې راغلي چې ۲۰ تنه صابرين به پر ۲۰۰ تنو کفارو او ۱۰۰ تنه به په ۱۰۰۰ تنو …

پوره ليکنه »

ولې د نورو عمل جنایت او خپل بیا د دين رکن ګڼو؟

عصمت عزيز ورور ليکلي وايي یوه خبره همېشه زما په ذهن کې راګرځي چې ولې موږ مسلمانان د نورو ادیانو د پیروانو یو عمل جنایت، ظلم او حرام بولو خو همغه عمل بیا د ځان او خپل دین لپاره دیني رکن، ثواب او عبادت بولو لکه د مثال په توګه: …

پوره ليکنه »

لومړۍ برخه: فلسفه څه ده؟

ډېر ځله داسې پېښېږي چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپيریال ته وګوري، آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستوریو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځیر شي او بیا ډول ډول پوښتنې ورته پیدا شي: چې دا نړۍ کله …

پوره ليکنه »

عرب او ايرانیان د اسرائيلو ۵۶ برابره دي او بیا هم له اسرائيلو فریاد کوي؟

څارنوال محمد عزيز ورور له پکتیا څخه پوښتنه کړې وايي دا خدای پاک خو په قران عظيم الشان کې فرمايلي چې د مومنانو شل کسه به د کفارو په دوه سوه کسانو او د مومنانو سل کسه به د کفارو په زرو کسانو غالب شي خو د نړۍ اوسني حالت …

پوره ليکنه »

یوه اړینه موضوع او پوښتنه!

که چېرې د یو چا له لوري زمونږ دين ته توهين کول، مونږ ته دا حق راکوي چې توهين کوونکی ووهو، وځپو او ان د هغه ژوند ترې واخلو نو بيا خو د نورو دينونو واله ته هم حق شته چې د هغوی دين په توهين کولو هغوی هم مونږ …

پوره ليکنه »