د زړه له درده یې ليکم!
موږ ته به زور څنګه نه را کوي چې عربي امارات مریخ ته سپوږمکۍ لېږي، پاکستان پرمختللې وسلې او توغندي ازمویي، ایران پرمختللي روبوټان جوړوي، سعودي پرمختللي ساینسي پوهنتونونه جوړوي.
خو مونږ لا هم دومره فکراً شاته پاتې یو چې په یوویشتمه پېړۍ کې خپلو خلکو ته د تعلیم ګټې بیانوو تر څو خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي او سره له دې هم په خپل افغانیت او یا پښتونولۍ ویاړو.
په څه شي ویاړې؟
- په جهالت؟
- په فکري شاته پاتې والي؟
- په خپل غربت؟
خبرو ته یې چې غوږ شې نو درته وایي به چې ټوله نړۍ زما د غیرت او افسانو نه خبره ده، ټوله نړۍ ما پېژني، زما غیرت او مېړانې ته ټوله نړۍ تسلیمه ده….
دا خبرې مې ډیرې اورېدلې او په پټو سترګو منلې وې، پخپل افغانیت مې افتخار کاوه او ځان راته تر نورو لوړ او بهتر ښکارېده. (دې نشې زمونږ ډیر ځوانان له کاره ویستلي.)
حاجي صیب ستانکزی کيسه کوله ویل یې کله چې له هیواده بهر ووتلم نو په هر میدان کې به مې چې په ډیر افتخار پاسپورټ ورته ښوده او ورته ویل به مې چې زه د افغانستان یم نو دوی به راته ویل چې ته هغه لاین ته لاړ شه. هغه لاین ته به هغه خلک تلل چې د چا به یې ډیره تلاشي اخیستل کېده، په هر صورت ورو ورو پوهه شوم چې زمونږ ځای په نړۍ کې چېرته او ولې دی.
دغه او ورته خبرې چې څوک کوي نو پوهه شئ چې د خپل تاریخ په اړه په هیڅ هم نه پوهېږي.
حقیقت خو دا دی چې نړۍ پخوا نه پېژندې ځکه دومره غټه توره دې نه ده کړې او اوس دې هم چې پېژني نو د ترهګرۍ او مخدره موادو په سلسله دې پېژني.
تاریخ کې موږ غټه توره دا کړې چې په هند مو څو ځله حمله کړې. کنه نور مو پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وو او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وو. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته مو هم څه نه دي ورکړي. البته په مبالغوي کیسو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو.
د مخکې تګ لپاره اول شرط ځان او په نړۍ کې خپل ځای پېژندل ډیر مهم دي.