عربي امارات به په ۲۰۲۱ یا شاوخوا ۵ کاله وروسته مریخ ته خپله سپوږمکۍ ولیږي. دا سپوږمکۍ اوس د خپله عربي اماراتو د ساینسپوهانو پواسطه د جوړیدو په حال کې ده.
په تیره لسیزه کې لسګونه زره د عربي هیوادو په ځانګړې توګه سعودي، قطر، کویټ او اماراتو زده کوونکي امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره د خپلو دولتو پواسطه ولیږل شول. فکر کوم همدومره به اروپا، استرلیا، هند او نورو ځایو ته هم لیږل شوي وي.
مالداره عرب هیوادونه سخت هوښیار دي. د زده کړې شوقیان غرب ته لیږي او د جهاد شوقیان لکه د افغانستان غوندې هیوادو ته. ځکه خو یې خپلې شيشه خانې جوړې او زمونږ ان د خټو کورونه هم وران دي.
مونږ ته جوماتونه، مدرسې او معهدونه جوړوي خو ځانته د ساینس او ټکنالوژي ستر ستر مرکزونه. هغوی مو هم پيژني چې د جهادو او حورو دومره شوقیان یو چې ان خپل هیواد د دوی لپاره ورانوو. هسې هم مونږ ته دنیا دوه ورځې ده او د اخرت لپاره کار پکار دی.
ښوونځۍ او پوهنتون څه کوو؟ د عربو لاس لاندې د اسلامي خلافت لپاره باید مبارزه وکړو.
هی افغانانو چې کله به مو سترګې خلاصیږي؟؟؟؟ تر مونږ ذلیل ملت په ځمکه بل نشته. د خیالي شیانو او هوايي قیصو لپاره مو خپل ګل هیواد پخپله تباه کړ.