نن د سهار له لمانځه څخه وروسته چې کله د ایمان او یقين خبرې وشوې نو زه او شېخ الحديث صیب د جومات په یوه کونج کې کښناستو، راته وايي ته پوهېږې چې زموږ او د کوپارو په خوراک کې الله پاک څومره لوی حکمت نغاړلی؟

حيران شوم ما وېل سبحان الله دا تحقيق دې بیا په کوم لابراتوار کې وکړ؟
وېل دا د رسول الله ﷺ مبارک حديث دی او بیا یې به دغه حديث شريف زما ايمان په جوش راوستلو:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم: «الْمُؤْمِنُ يَأْكُلُ فِي مِعًى وَاحِدٍ وَالْكَافِرُ يَأْكُلُ فِي سَبْعَةِ أَمْعَاء»
ژباړه: له حضرت ابو هریره څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: مومن (ايمانداره) شخص له یوې کولمې سره خوراک کوي او کافر له اوه (۷) کولمو سره.
- لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه کتاب ۴ ټوک ۲۹ حديث ۳۲۵۶
- دویم ماخذ: صحيح مسلم کتاب ۳۶ حديث ۲۴۶
- درېیم ماخد: صحيح البخاري کتاب ۷۰ حديث ۲۲
وروسته بیا د سهار په چای شيدې تیارې وې نو شيدو ته کښېناستو، شېخ الحديث لږ شيدې په خوله تېرې کړې او بېرته یې تو کړې. ما وېل دا څه کوې شېخ صیب؟
وېل شيدې غوړې وې او د نبي کريم ﷺ سنت مې پر ځای کړ او بیا یې یو ځل بیا په دغه مبارک حديث شريف زموږ او د ټولو ناستو حاضرينو ايمانونه را تازه کړل.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما، أَنَّ النَّبِيَّ صلّى الله عليه وسلّم شَرِبَ لَبَناً. فَدَعَا بِمَاءٍ فَتَمَضْمَضَ، وَقَالَ: «إِنَّ لَهُ دَسَماً»
ژباړه: له ابن عباس رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ شېدې وڅښلې او خوله یې پرې ومينځله (لکه په اوداسه کې چې په اوبو خوله مينځئ او بېرته یې تو کوئ) او ویې فرمایل «ډېرې غوړې دي»
- لومړی ماخذ: سنن ابو داود حديث ۱۹۶
- دویم ماخذ: صحيح بخاري کتاب ۷۴ حديث ۳۵
ملګرو ليکنې په ګروپونو کې درسره شريکې کړئ تر څو زموږ د ټولو هېوادوالو ايمانونه تازه شي.
جزاک الله خیر
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)