د تبليغ یو دېرشمه ورځ – خپل سامان مه لوڅوئ او د بل سامان ته هم مه ګورئ


سهار عرفان له اشراق لمانځه څخه وروسته ويده شو او کله چې را پاڅېد نو شېخ الحديث هم په دې وخت کې کوټې ته را ننوتلو، د عرفان چې کله په شېخ سترګې ولګېدې نو را کښېناست او ډډه یې ووهله، په دې وخت کې د شېخ الحديث د عرفان خښتګ ته پام شو چې پرتوګ یې سوری شوی وو.

شېخ الحديث عرفان ته ور غږ کړ وېل عرفانه! ته پوهېږې دا سامان دې چې ښکاري هغه ستا عورت دی؟

عرفان خوارکۍ ډېر و شرمېد او شېخ الحديث ته یې ویل بښنه غواړم هېڅ مې خپل ځان ته پام نه وو.

شېخ وېل پروا نه کوي همداسې واقعه یو ځل له یوه صحابي سره هم شوې وه او بیا یې عرفان ته دغه مبارک حديث شريف بیان کړ:

? حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ، عَنْ مَالِكٍ، عَنْ أَبِي النَّضْرِ، عَنْ زُرْعَةَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ جَرْهَدٍ، عَنْ أَبِيهِ، – قَالَ كَانَ جَرْهَدٌ هَذَا مِنْ أَصْحَابِ الصُّفَّةِ – قَالَ جَلَسَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عِنْدَنَا وَفَخِذِي مُنْكَشِفَةٌ فَقَالَ «أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ الْفَخِذَ عَوْرَةٌ»

?ژباړه: له جرهد څخه روایت دی وايي رسول الله ص زموږ سره ناست وو او زما عورت لوڅ وو (ښکارېدو). رسول الله وفرمایل چې ایا پوهېږې دغه شئ دې چې ښکاري هغه ستا عورت دی.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الحمَّام) حدیث ۴۰۱۴
  • ? دویم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۳۲ کتاب ۴۰۰۳ حديث
  • ? درېیم ماخذ: سنن ابي داود ۳۳ کتاب ۶ حديث

شېخ وېل هېڅکله خپل سامان مه لوڅوئ او مه هم کله د بل ژوندي یا مړي سامان ته ګورئ او بیا یې دغه مبارک حديث شریف عرفان ته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ سَهْلٍ الرَّمْلِيُّ، حَدَّثَنَا حَجَّاجٌ، عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ، قَالَ أُخْبِرْتُ عَنْ حَبِيبِ بْنِ أَبِي ثَابِتٍ، عَنْ عَاصِمِ بْنِ ضَمْرَةَ، عَنْ عَلِيٍّ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «لاَ تُبْرِزْ فَخِذَكَ وَلاَ تَنْظُرَنَّ إِلَى فَخِذِ حَىٍّ وَلاَ مَيِّتٍ»

?ژباړه: له حضرت علي بن ابي طالب رض څخه روایت دی وايي رسول الله ص فرمايلي: خپل شی (سامان) مه لوڅوئ او د ژوندي او مړي شي (سامان) ته هم مه ګورئ.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الحمَّام) حدیث ۴۰۱۵
  • ? دویم ماخذ: سنن ابي داود (كتاب الجنائز) حدیث ۳۱۴۰
  • ? درېیم ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب الجنائز) ۶ کتاب ۱۵۲۷ حديث

عرفان وېل شېخ صیب دا د مړي د سامان په کتلو کې څه خبره ده؟

شېخ په غوسه شو وېل یو خو ستا له ډېرو پوښتنو کله بيخي تنګ شم، وېل دویم عاطف له ځانه مه جوړوه، وېل رسول الله مبارک موږ له ډېرو سختو او پېچلو پوښتنو څخه منع کړي یو نو ته هم سختې پوښتنې مه کوه او بیا یې دغه مبارک حديث ورته بیان کړ:

? حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُوسَى الرَّازِيُّ، حَدَّثَنَا عِيسَى، عَنِ الأَوْزَاعِيِّ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ سَعْدٍ، عَنِ الصُّنَابِحِيِّ، عَنْ مُعَاوِيَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم «نَهَى عَنِ الْغَلُوطَاتِ»

?ژباړه: حضرت معاویه رض وايي رسول الله ص د اغزنو (مغلقو یا ډېرو) پوښتنو کولو څخه منع فرمایلې.

  • ? لومړی ماخذ: سنن ابي داود (كتاب العلم) حدیث ۳۶۵۶
  • ? دویم ماخذ: انګليسي سنن ابي داود ۲۵ کتاب ۳۶۴۸ حديث
  • ? درېیم ماخذ: سنن ابي داود ۲۶ کتاب ۱۶ حديث

ما وېل شېخ صیب دا ځکه ملایان او عالمان په ديني مسایلو کې پوښتنې نه خوښوي ځکه چې رسول الله مبارک له سختو او مغلقو پوښتنو څخه موږ منع کړي یو.

وېل هو! ځکه چې په ديني مسایلو کې ډېرې پوښتنې کول د ګمراهۍ سبب ګرځي او داسې نه چې د ډېرو پوښتنو په وجه خدای مکړه زموږ ايمانونه ضایع او یا هم خدشه دار شي.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ