د تبليغ اوه ويشتمه ورځ – د پېریانو خواړه هډوکي او د څارویو خوشایه دي


پرون د جمعې مبارکې په ورځ زه له عرفان او شېخ الحديث سره په ګشت ووتلم، له ګشت څخه چې بېرته راتلو نو شېخ الحديث له دوکان څخه یوه کڅوړه را واخيسته او په لاره څو ځایه هډوکي پراته وو هغه یې را واخيستل او په کڅوړه کې یې واچول، بیا یې د سړک پر سر د غوا خوشایه هم را واخيستل او په کڅوړه کې یې واچول.

ما فکر وکړ چې دا به د چاپېریال د نظافت په خاطر دا شیان را ټولوي، خو عرفان یو دم غږ کړ وېل یق دا څه مرداري دې شروع کړې شېخ صیب په دې خوشایو او هډوکو څه کوې؟

شېخ وېل نن د جمعې مبارکه ورځ ده غوښتل مې چې د پېریانو لپاره خواړه چمتو کړم ښايي ډوډۍ به یې نه وي خوړلې.

ما وېل شېخ صیب نو ايا پېریان دغه ګنده شیان خوري چې تاسې یې را ټولوئ؟

وېل هو! او همدا د پېریانو خوراک دی او بیا یې د رسول الله مبارک دغه حديث راته بیان کړ:

? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، رضى الله عنه أَنَّهُ كَانَ يَحْمِلُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم إِدَاوَةً لِوَضُوئِهِ وَحَاجَتِهِ، فَبَيْنَمَا هُوَ يَتْبَعُهُ بِهَا فَقَالَ«مَنْ هَذَا» فَقَالَ أَنَا أَبُو هُرَيْرَةَ. فَقَالَ «ابْغِنِي أَحْجَارًا أَسْتَنْفِضْ بِهَا، وَلاَ تَأْتِنِي بِعَظْمٍ وَلاَ بِرَوْثَةٍ.» فَأَتَيْتُهُ بِأَحْجَارٍ أَحْمِلُهَا فِي طَرَفِ ثَوْبِي حَتَّى وَضَعْتُ إِلَى جَنْبِهِ ثُمَّ انْصَرَفْتُ، حَتَّى إِذَا فَرَغَ مَشَيْتُ، فَقُلْتُ مَا بَالُ الْعَظْمِ وَالرَّوْثَةِ قَالَ «هُمَا مِنْ طَعَامِ الْجِنِّ، وَإِنَّهُ أَتَانِي وَفْدُ جِنِّ نَصِيبِينَ وَنِعْمَ الْجِنُّ، فَسَأَلُونِي الزَّادَ، فَدَعَوْتُ اللَّهَ لَهُمْ أَنْ لاَ يَمُرُّوا بِعَظْمٍ وَلاَ بِرَوْثَةٍ إِلاَّ وَجَدُوا عَلَيْهَا طَعَامًا.»

? ژباړه: حضرت ابو هریرة رض روایت کوي وايي یوه ورځ له رسول الله (صلی الله علیه و سلم) سره وم او د هغه لپاره مې د اوبو کوزه وړله تر څو اودس پرې تازه کړي او خپل فرایض (شرمګاه) پرې ومينځي. چې کله د هغه شاته روان وم نو رسول الله وفرمایل دا څوک دي؟ ویې ویل زه ابو هریرة یم. رسول الله ص وفرمایل لاړ شه زما لپاره لوټې (یا تيږې) راوړه چې خپل فرایض (شرمګاه) پرې پاک کړم خو ګوره هډوکي یا د څارویو پچې (یا خوشايه) رانه وړې. ابو هريرة زیاتوي وايي ما د خپلې چپنې په څنګ کې لوټې (تيږې) راوړې او د رسول الله خواته مې کېښودې او ولاړم. چې کله (پيغمبر) فارغ شو نو زه یې خواته ورغلم او ترې ومې پوښتل چې ولې هډوکي او د څارویو پچې (یا خوشایه)؟ رسول الله ص وفرمایل هغه د پېریانو خواړه دي. (رسول الله) وايي ماته د نصيبین (ښار) د پېریانو استازي راغلي وو او څه ښه پېریان وو او زما څخه یې د انسانانو د خوړو د پاتې شونو په اړه وپوښتل. ما د هغوی لپاره له الله پاک څخه غوښتنه وکړه چې دوی به هیڅکله د هډوکو یا څارویو د پچو (خوشایو) له خوا نه تیریږي مګر دا چې په هغو کې خواړه ومومي.

  • ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب مناقب الأنصار – بَابُ ذِكْرُ الْجِنِّ) حديث ۳۸۶۰
  • ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث ۶۳ کتاب ۸۶ حديث
  • ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۵ ټوک ۵۸ کتاب ۲۰۰ حديث

عرفان وېل شېخ صیب یقين مې نشي چې زموږ د هندوستان پېریان دې اوس دغه شیان وخوري او ښايي د رسول الله مبارک په زمانه کې به د عربو پېریانو دغه شیان خوړل خو د دې زمانې او دې ځای پېریان به دا ناولي شیان ونه خوري.

د دوی دواړو بحث لا روان وو خو زه نور ترې جلا شوم نور خبر نه یم چې څه څه به یې سره ویلي وي.

اړوند مطلب

د تبليغ نهه دېرشمه ورځ – رسول الله مبارک خپله ژبه د حسن په خوله کې ورکړه

پرون ماسپښين زموږ د تبليغ یوه ملګري خپل کوچنی زوی جومات ته راوستی وو د …

خپل آند راسره شريک کړئ