پرون مازديګر چې کله په ګشت ووتلو نو په لاره کې د هندوانو یو مندر په مخه راغئ، هلته د مندر یوه پنډېت په کاسه کې شيدې اچولې وې او موږکانو ته یې ورکولې.
شېخ الحديث عرفان ته ویل ته ورشه او له پنډېت پوښتنه وکړه چې دا شيدې د څه شي دي؟
ما وېل شېخ صیب دا پوښتنه ولې ترې کوې؟
وېل صديقه! غواړم چې پوه شم چې دا موږکانو خو به یهودان نه وي.
ما وېل شېخ صیب دا څه په ګډو وډو سر یې، آیا په موږکانو کې هم یهودان شته؟
وېل هو! او بیا یې ویل د دوی مالومول ډېر آسانه کار دی، که چېرې دلته د اوښې شيدې را پيدا شي نو زه یې د رسول الله مبارک د حديث په ذريعه دستي درته مالوموم چې دا یهودان دي او کنه، چون د دوی شمېر هم بيخي ډېر دی نو زما پوره یقين دی چې دا به حتمن همغه د د یهودانو یوه ډله خلک وي چې الله پاک د رسول الله په زمانه کې د موږکانو څېرو ته مسخ کړي وو او ښايي دوی دلته هندوستان ته پناه راوړي وي، بیا یې د رسول الله مبارک دغه حديث راته بیان کړ:
? عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ «فُقِدَتْ أُمَّةٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ يُدْرَى مَا فَعَلَتْ، وَإِنِّي لاَ أُرَاهَا إِلاَّ الْفَارَ إِذَا وُضِعَ لَهَا أَلْبَانُ الإِبِلِ لَمْ تَشْرَبْ، وَإِذَا وُضِعَ لَهَا أَلْبَانُ الشَّاءِ شَرِبَتْ» فَحَدَّثْتُ كَعْبًا فَقَالَ أَنْتَ سَمِعْتَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُهُ قُلْتُ نَعَمْ. قَالَ لِي مِرَارًا. فَقُلْتُ أَفَأَقْرَأُ التَّوْرَاةَ.
? ژباړه: له حضرت ابو هریرة رض روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمايلي: د بني اسرائيلو یوه ډله خلک ورک (شکلونه یې مسخ) شول. هېڅوک نه پوهېږي چې دوی څه کړي وو. مګر زما په خيال د دوی څېرې (شکلونه) موږکانو ته مسخ شوي وو. ځکه که چېرې د اوښې شيدې د موږک مخې ته کېښودل شي نو نه یې څښي (د یهودانو په مذهب کې د اوښ غوښه حرامه وه) مګر که د مېږې (ګډې) شيدې یې مخ ته کېښودل شي نو هغه څښي. ما دغه حديث کعب ته بیان کړ نو هغه (په حرانتیا) وپوښتل: ايا دا دې له رسول الله ص څخه اورېدلي؟ ما وویل هو! کعب همدا پوښتنه څو کرته وپوښتله. ما وویل نو ايا زه تورات لولم؟ (مطلب چې له رسول الله څخه مې نه دی اورېدلي نو ایا له تورات څخه یې درته را نقل کوم؟
- ? لومړی ماخذ: صحيح البخاري حدیث (كتاب بدء الخلق – باب خَيْرُ مَالِ الْمُسْلِمِ غَنَمٌ يَتْبَعُ بِهَا شَعَفَ الْجِبَالِ) حديث ۳۳۰۵
- ? دویم ماخذ: صحيح البخاري حدیث ۵۹ کتاب ۱۱۳ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح البخاري انګليسي ۴ ټوک ۵۴ کتاب ۵۲۴ حديث
- ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم حديث (كتاب الزهد والرقائق- باب فِي الْفَأْرِ وَأَنَّهُ مَسْخٌ) حديث ۲۹۹۷
ما وېل شېخ صیب په هندوستان کې د اوښانو شيدې په اسانه نه پيدا کيږي او همدا جزا یې بس ده چې دوی موږکان دي، نور یې په همدې حال پرېږده، پنډېټ هم حيران حیران راوکتل او وروسته موږ ترې روان شو او د اکرم په نامه د یوه شخص کور ته د تبليغ لپاره ورغلو.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
