دلته زموږ د جومات خوا کې د امجد چاچا کور دی او اکثره اوقات به یې د مازدیګر له خوا موږ ته د ثواب په نیت چای برابرولو، هغه نن سهار د یو څه مودې لپاره ډهلي ته روان وو.
شېخ پوښتنه تر وکړه چې دا کور دې چاته پرېږدې؟
امجد چاچا ورته ویل په الله پاک یې سپارم ځکه مېرمن او بچي مې را سره ځي او بل څوک نشته چې زما پر کور نظر وساتي، بل دا چې زما کوم د الله پاک د کور تر څنګ دی نو هغه یې ساتنه کوي.
شېخ وېل بېشکه خو بیا هم لوښي دې ټول پټ کړه او دروازې دې هم ښې کلکې وتړه داسې نه چې کوم موږک دې کور ته دننه شي او کور ته دې اور ور واچوي.
ما او عرفان یو بل ته حیران حیران وکتل او شېخ الحديث ته مې ویل چې دا موږک څرنګه کور ته اور اچوي؟
وېل د رسول الله مبارک په زمانه کې به ځينو کافرو موږکانو د شیطان په لمسون دا کارونه کول او بیا یې دغه مبارک حديث شریف راته بیان کړ تر څو زموږ ايمانونه تازه کړي:
? حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ رُمْحٍ، أَنْبَأَنَا اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ، عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ أَنَّهُ قَالَ «غَطُّوا الإِنَاءَ وَأَوْكُوا السِّقَاءَ وَأَطْفِئُوا السِّرَاجَ وَأَغْلِقُوا الْبَابَ فَإِنَّ الشَّيْطَانَ لاَ يَحُلُّ سِقَاءً وَلاَ يَفْتَحُ بَابًا وَلاَ يَكْشِفُ إِنَاءً فَإِنْ لَمْ يَجِدْ أَحَدُكُمْ إِلاَّ أَنْ يَعْرُضَ عَلَى إِنَائِهِ عُودًا وَيَذْكُرَ اسْمَ اللَّهِ فَلْيَفْعَلْ فَإِنَّ الْفُوَيْسِقَةَ تُضْرِمُ عَلَى أَهْلِ الْبَيْتِ بَيْتَهُمْ.»
? ژباړه: له حضرت جابر رض څخه روایت دی چې رسول الله ص فرمایلي: خپل لوښي پټ کړئ، د خپلو اوبو کڅوړې (غړکې) کلکې کړئ، څراغونه مړه کړئ او دروازې وتړئ تر څو شیطان د اوبو کڅوړې را خلاصې نه کړي، دروازې خلاصې نه کړي او لوښي لوڅ نه کړي. که چېرې څوک پرته له لرګي هېڅ هم پيدا نه کړي چې لوښي پرې پټ کړي نو د الله ج نوم دې ذکر کړي نو بیا یې پرېږدئ چې دا کار ترسره کړي او موږک ښايي جامو او د کور هستوګنو ته اور ور واچوي.
- ? لومړی ماخذ: سنن ابن ماجه (كتاب الأشربة) ۴ ټوک ۳۰ کتاب ۳۴۱۰ حديث
- ? دویم ماخذ: عربي سنن ابن ماجه ۳۰ کتاب ۳۵۳۶ حديث
- ? درېیم ماخذ: صحيح مسلم (كتاب الأشربة) حديث ۲۰۱۲
- ? څلورم ماخذ: صحيح مسلم ۳۶ کتاب ۱۲۳ حديث
بیا ېې وېل تر اسلام دمخه څارویو ډېر تخريب کولو او د دې خبرې په اړه یې د حضرت ابراهيم خليل الله په اړه حديث راته بیان کړ چې څنګه لټکې هغه اور ته پوکی کولو په کوم کې چې حضرت ابراهيم ع واچول شو:
? حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ مُحَمَّدٍ، عَنْ جَرِيرِ بْنِ حَازِمٍ، عَنْ نَافِعٍ، عَنْ سَائِبَةَ، – مَوْلاَةِ الْفَاكِهِ بْنِ الْمُغِيرَةِ – أَنَّهَا دَخَلَتْ عَلَى عَائِشَةَ فَرَأَتْ فِي بَيْتِهَا رُمْحًا مَوْضُوعًا فَقَالَتْ يَا أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ مَا تَصْنَعِينَ بِهَذَا قَالَتْ نَقْتُلُ بِهِ هَذِهِ الأَوْزَاغَ فَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ «أَخْبَرَنَا أَنَّ إِبْرَاهِيمَ لَمَّا أُلْقِيَ فِي النَّارِ لَمْ تَكُنْ فِي الأَرْضِ دَابَّةٌ إِلاَّ أَطْفَأَتِ النَّارَ غَيْرَ الْوَزَغِ فَإِنَّهَا كَانَتْ تَنْفُخُ عَلَيْهِ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ بِقَتْلِهِ»
? ژباړه: له سائبه څخه روایت دی کوم چې د فاکه بن مغیره غلامه وه چې کله د حضرت عايشه رض کور ته ورننوتله نو د هغې په کور کې یې نېزه وليده او ویې ویل: یا ام المومنین (د مومنانو مورې) په دې باندې څه کوې؟ حضرت عايشې رض وفرمایل: موږ په دې لټکې (څرموښکۍ) وژنو. د الله رسول ﷺ موږ ته وویل چې کله حضرت ابراهيم ع اور ته ور واچول شو نو هېڅ داسې ځناور نه وو چې د حضرت ابراهيم ع د اور څخه را ايستلو یا ژغورلو هڅه یې نه کوله مګر لټکې اور ته لا پوکۍ پسې کولو نو ځکه رسول الله ﷺ موږ ته امر وکړ چې ویې وژنئ.
- ? لومړی ماخذ: انګليسي ابن ماجه ۴ ټوک کتاب ۲۸ حديث ۳۲۳۱
- ? دویم ماخذ: عربي ابن ماجه کتاب ۲۸ حديث ۳۳۵۳
موږ وېل شکر چې هغه پخواني حشرات نشته کنه موږ خو به یې غرق کړي وو.
محمد صديق (تر انسانیت لوړ مذهب نشته)
