محمد صديق

(تر انسانیت لوړ مذهب نشته) انسانان وينم خو انسانیت نه!

د تبليغ دري دېرشمه ورځ – ماشوم له مني څخه نه پيدا کيږي مګر دا چې الله پاک یې حکم وکړي

نن سهار مې شېخ الحديث ته ووېل تا خو پرون دا عزل وو که څه بلا وه راته تعريف هم نه کړ او ټول ملت دې په اندېښنه کې اچولی وو نو لطفاً دا سر خوړلی عزل راته تعریف کړه چې خلک په تمه ناست دي. بیا یې وېل صديقه …

پوره ليکنه »

د تبليغ دوه دېرشمه ورځ – صحابه کرامو به له مينځو سره عزل کولو

نن سهار د ناشتې پر مهال د عرفان یو ملګری چې حافظ ملک نومېدو راسره ناست وو، سمه زموږ د استاد سیاف په څېر ږيره یې اوږده کړې او شېخ ته یې ویل شېخ صیب دا موږ خو په یوه غیر اسلامي هېواد کې ژوند کوو نو موږ به څه …

پوره ليکنه »

د تبليغ یو دېرشمه ورځ – خپل سامان مه لوڅوئ او د بل سامان ته هم مه ګورئ

سهار عرفان له اشراق لمانځه څخه وروسته ويده شو او کله چې را پاڅېد نو شېخ الحديث هم په دې وخت کې کوټې ته را ننوتلو، د عرفان چې کله په شېخ سترګې ولګېدې نو را کښېناست او ډډه یې ووهله، په دې وخت کې د شېخ الحديث د عرفان …

پوره ليکنه »

د تبليغ نهه ويشتمه ورځ – د خرو غوښه د خیبر له ورځې وروسته منع شوه

سهار زه له شېخ الحدیث او عرفان سره د قدم وهلو لپاره بهر ووتلم، په لاره کې یو چينایی په مخه راغئ چې قصابۍ ته ولاړ وو، د چينايي پر موږ سترګې ولګېدې نو پوښتنه یې وکړه چې تاسې په انګليسي پوهېږئ او کنه؟ ما او عرفان وېل هو څه …

پوره ليکنه »

د تبليغ اته ويشتمه ورځ – د قبلې لوري ته متیازې کول منع دي

نن سهار یوه تجار د خپل زوی د زېږېدو په خوشالۍ کې د ټول جومات لپاره د سهار ناشته برابره کړې وه، امام صیب او شېخ الحديث نو په چایو سم ځانونه وپړسول، خدای شته ما هم نيږدې ۳ پيالې چای وڅښلو ځکه ډېر خوندور چای یې جوړ کړی وو، …

پوره ليکنه »

د تبليغ اوه ويشتمه ورځ – د پېریانو خواړه هډوکي او د څارویو خوشایه دي

پرون د جمعې مبارکې په ورځ زه له عرفان او شېخ الحديث سره په ګشت ووتلم، له ګشت څخه چې بېرته راتلو نو شېخ الحديث له دوکان څخه یوه کڅوړه را واخيسته او په لاره څو ځایه هډوکي پراته وو هغه یې را واخيستل او په کڅوړه کې یې واچول، …

پوره ليکنه »

د تبليغ شپږ ويشتمه ورځ – د یهودانو یوه ډله خلک موږکانو ته مسخ شول

پرون مازديګر چې کله په ګشت ووتلو نو په لاره کې د هندوانو یو مندر په مخه راغئ، هلته د مندر یوه پنډېت په کاسه کې شيدې اچولې وې او موږکانو ته یې ورکولې. شېخ الحديث عرفان ته ویل ته ورشه او له پنډېت پوښتنه وکړه چې دا شيدې د …

پوره ليکنه »

د تبليغ پنځه ويشتمه ورځ – موږکان کور ته اور اچوي

دلته زموږ د جومات خوا کې د امجد چاچا کور دی او اکثره اوقات به یې د مازدیګر له خوا موږ ته د ثواب په نیت چای برابرولو، هغه نن سهار د یو څه مودې لپاره ډهلي ته روان وو. شېخ پوښتنه تر وکړه چې دا کور دې چاته پرېږدې؟ …

پوره ليکنه »

د تبليغ څلورويشتمه ورځ – ملایکه اسمان نقل کوي

پرون ماښام له بیان وروسته چې ايمانونه مو تازه شول نو شېخ وېل غواړم نن د مقربو ملایکو په اړه ستاسې علم مالوم کړم، لومړی یې عرفان ته کاغذ ورکړ ورته ویل یې چې مقربو ملایکو کوم کوم کارونه ترسره کول؟ عرفان څو شېبې وروسته خپله پاڼه شېخ الحديث ته …

پوره ليکنه »

د تبليغ درويشتمه ورځ – رسول الله پر یهودانو لعنتونه ویل

څو ساته مخکې جوماته یو څو بهرني سیلانیان راغلي وو او شېخ الحديث چې ورته وکتل نو وېل ای لعنت دې پر تاسې یهودانو شي. • ما وېل ولې شېخ صیب دې خورانو څه بد در رسولي چې ته لعنتونه پرې وایې؟ ○ وېل دا اسرائيلي یهودان دي او موږ …

پوره ليکنه »